امریکا او روسیې په رسمي ډول د «نیو سټارټ» د اټمي وسلو تړون تمدید کړ
د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې او روسیې په رسمي ډول د «نیو سټارټ» په نوم د اټمي وسلو تړون د پنځو کلونو لپاره تمدید کړ. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه ګام د وسلو د کنټرول لپاره د خبرو دوام ته لاره برابروي. د نیو سټارټ تړون ۲۰۱۰ کال کې د روسیې او امریکا ترمنځ لاسلیک شو او د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په پنځمهیې موده پای ته رسېده. اوس د امریکا نوې ادارې له روسیې سره د پنځو نورو کلونو لپاره دغه تړون وغځاوه او هیلهیې ښودلې چې دا کار به د وسلو د سیالۍ مخنیوی وکړي. امریکا له روسیې سره دغه... Читать дальше...