واشنګټن ايګزمېنر: له افغانستانه د امریکا وتل په شک کې دي
واشنګټن ايګزمېنر واشنګتن ایګزمېنر خپرونې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په تړاو د امریکا د نوې ادارې په تګلارو او پرېکړو یوه مقاله خپره کړې ده. د مقالې پیل په دې جملې شوی چې له افغانستانه د امریکا وتل په شک کې دي. هغه څه چې اوس یې د واشنګتن ایګزمېنر په خبره طالبان سخت غوسه او افغان چارواکي یې خوشاله کړي دي. د امریکا دفاع وزارت د جنورۍ په پنځلسمه اعلان وکړ، چې په افغانستان کې یې د سرتېرو شمېرو دوه نیمو زرو ته راښکته کړ. امریکا له طالبانو سره په تړون کې ژمنه کړې وه، چې تر مې پورې به خپل ټول عسکر باسي. Читать дальше...