د خوړو نړیوال پروګرام ۲۰۲۱ کال کې له ۱۳ ملیونه اړمنو افغانانو سره مرستې کوي
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.اېف.پي) وایي، روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې به افغانستان کې له ۱۳ ملیونه اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.
په کابل کې د دغې ادارې ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل، دوی د اړمنو کسانو لېستونه برابر کړي او خوراکي مواد او پیسې پرې وېشي.
ښاغلی اماني زیاتوي: "د دوی لپاره موږ پلانونه لرو، 'ډبلیو.اېف.پي' په پام کې لري چې ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې ۱۳ ملیونه کسانو ته د خوراکي توکو یا نقدو پیسو مرسته ورسوي، زموږ دا پلانونه دوام لري، د افغانستان هر ځای کې چې اړتیا پېښه شي، موږ د خپلو امکاناتو پر اساس مرستې ور رسوو."
پر دغې ادارې سربېره یو شمېر نورې ادارې او د افغانستان دولت بېځایه شویو ته ځانګړې بودجه لري، خو یو شمېر بېځایه شوي بیا وایي په وخت مرستې نهور رسېږي.
جګړه او بیا وروسته طبیعي پېښې او بېکاري هغه عوامل دي چې له مخې یې د افغانستان نږدې نیمایي یعنې ۱۷ ملیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نهلري.
په دې ۱۷ ملیونو کې پنځه نیم ملیونه داسې دي چې حالتیې د اندېښنې وړ دی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.