د بارسلونا لوبډله د يوې هسپانوۍ ورځپاڼې پر وړاندې قانوني اقدام کوي
د رویترز د راپور له مخې دغې ورځپاڼې له بارسلونا ټیم سره د میسي د ۲۱۰۷ نه ۲۰۲۱ ترمنځ د څلورکلن قرارداد جزیات خپاره کړي دي.
دې ټیم په هغې خبرپاڼه کې، چې پرون یکشنبې یې خپره کړې، له لیونل میسي ټینګ ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د دغه لوبغاړي د بې اعتباره کولو لپاره د هرې هڅې پر وړاندې به قانوني اقدامات وکړي.
میسي په ۲۰۰۰ کال کې چې هغه مهال ۱۳ کلن و، له بارسلونا لوبډلې سره یوځای شو او د ۶۵۰ ګولونو په وهلو یې د دې ټیم په تاریخ کې یو ریکارډ ټینګ کړی دی.