سیګار: کابل کې د طالبانو حملې زیاتې شوي او هدفي وژنو تهیې زور ورکړی
په هغه راپور کې چې سیګار نن خپور کړی ویل شوي چې د تېر۲۰۲۰ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د مخکېنیو درېیو په پرتله په ټول افغانستان کې د طالبانو حملې یو څه کمې وې، خو د وړم ۲۰۱۹ کال په نسبت زیاتې وې.
سیګار په دغه راپور کې دغهراز ویلي چې په دې موده کې د چاودېدونکو وسیلو له امله په تلفاتو کې په سلو کې ۱۷ زیاتوالی راغلی.
سیګار همدا شان ویلي چې د افغان دفاعي ځواکونو شمېر چې کلونه کلونه ۲۲۷ زره وو، ۲۰۸ زرو ته راکم شوی دی.