ټاکل شوې چې له یو څه ځنډ وروسته یو وار بیا نړۍ ته د هوايي دهلېزونو له لارې افغان صادرات پیل شي.
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې نن به هندوستان ته د هوا له لارې ۴۸ ټنه اینجه صادره شي.
د دې وزارت ویاند سمیر رسا ازادي راډيو ته وویل، حکومت هڅه کوي د کرونا ویروس د خپرېدو د خطر مخنیوي ټکو ته په پام سره صادرات یو ځل بیا پيل کړي.
هغه زیاته کړه: "نن ورځ ۴۸ ټنه اینجه (هنګ) هند ته انتقالېږي او د شنبې په ورځ به هم ډهلي ته ۴۸ ټنه دې اینجې ( هنګ) انتقالات ولرو."
د ښاغلي رسا په وینا تېره ورځ افغانستان چین ته ۱۰۰ ټنه جلغوزي صادر کړل. Читать дальше...