طالبانو د ټاکنو کمېسیون ۸ کارکوونکي خوشي کړي
وسله والو طالبانو په پروان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اته برمته کړي کارکوونکې خوشې کړي. د پروان ولایت د شینوارو ولسوال محمد اکوګل محمدي ازادي راډیو ته وویل، دا کسان دوه نیمې میاشتې مخکې وسله والو طالبانو نیولې وو. د ښاغلي محمدي په وینا په دې موده کې ددې کسانو د خوشې کېدو لپاره لسګونه ځله قومي مشرانو د طالبانو سره د منځکړیتوب هڅه کړې ده. د پروان د شینوارو ولسوال په وینا د خوشې شویو کسانو روغتیايي وضیعت د ډاډ وړ دی. هغه دا نه دي ویلي چې دا کسان طالبانو خپله خوشې کړي او که د دوی له خوا ورسره کوم جوړجاړی شوی دی. Читать дальше...