ایران له امریکا سره د نورو بندیانو پر تبادلې چممتوالی ښودلی
ایران له امریکا سره د نورو بندیانو د تبادلې لپاره چمتو والی ښودلی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ډسمبر پر ۹ پر ټویټر پاڼه لیکلي: "روانه اونۍ د خپل برمته شوي وګړي ترلاسه کولو وروسته، د بندیانو تبادلې ته بشپړ چمتووالی لرو."
د ډسمبر پر ۷ دواړو هیوادونو یو د بل بندیان ژیو وانګ چې د امریکا د پرینستون پوهنتون فارغ التحصیل دی له ایراني ساینس پوه مسعود سلیماني سرهچې د امریکا په بند کې وو، د سویس په زوریخ ښار کې تبادله کړل.
دغه راز د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا هم د حکومت د ویاند علي ربیعي په حواله راپور ورکړی چې وایې تهران تل له متحده ایالاتو سره د ټولو بندیانو د تبادلې لېواله دی.
واشنګټن له تهران څخه د ټولو هغو امریکاییانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې د ایران په بند کې دي.
د ایران حکومت هم په اکتوبر کې امریکا ته د شلو ایرانیانو لست سپارلی وو چې د متحده ایالاتو سره د اقتصادي بندیزونو د سرغړاوي په تور بندیان دي.