یوناما: تېره جولای میاشت کې ۱۵۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یوناما ویلي چې یوازې په تېرې جولای میاشت کې ۱۵۰۰ ملکي وګړو ته په افغانستان کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغې ادارې په یوې اعلامیې کې چې نن خپره شوې دا شمېره د تېر ۲۰۱۷ کال د مې میاشتې راهیسې تر ټولو لوړه ښیي. د یوناما اعلامیې زیاته کړې چې تر ډېره دا ملکي مرګ ژوبله د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې اوښتې ده. دا اندېښنه داسې مهال خپره شوې چې په دې وروستیو اوونیو کې د افغانستان د سولې هڅې ډېرې شوي، خو د یوناما په خبره، په هماغه اندازه شخړې هم ډېرې شوې دي. Читать дальше...