ظریف: ایران به د اټمي تړون د ژمنو د راکمولو په اړه درېیم ګام واخلي
د ایران د پارلمان خبري اژانس د جواد ظریف په حواله لیکلي چې د اګست په درېیمه یې ویلي: په اوسنیو شرایطو سره به ایران د اټمي تړون په برخه کې د خپلو ژمنو د راکمولو درېیم ګام واخلي.
خو نوموړي د راتلونکي اقدام جزیات نه دي ورکړي.
ایران په مې میاشت کې اعلان وکړ چې که د دې تړون نور لاسلیکوونکي هېوادونه خپلو ژمنو ته په بشپړه توګه درناوی ونه کړي، ایران به په تدریج سره د دې تړون په برخه کې خپلې ژمني راکمې کړي.
ایران له وړاندې د دې اټمي تړون د موادو پر خلاف په لوړه سطحه د یورانیو د بډایني چارې پیل کړي دي.
امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه ووتله او پر ایران یې نور بندیزونه ولګول.
که څه هم اروپایي هېوادونه فرانسه، جرمني او بریتانیا چې د دې تړون نور لاسلیک کوونکي دي، د امریکا او ایران تر منځ د شخړو د راکمولو هڅې کوي، څو دا تړون خوندي کړي، خو ایران ادعا کوي چې دغه هېوادونه د امریکا د فشارونو په راکمولو کې ناکام شوي دي.