شمالي کوریا یو وار بیا د سمندر په لور توغندي توغولي.
تر دې مخکې هم شمالي کوریا ورته توغندي توغولي وو چې هغه جنوبي کوریا ته د امریکا سره د شریکو پوځي تمرینونو د دوام د پلان له کبله "جدي خبرداری" بلل شوی و.
د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز نن وویل، پیونګ یانګ د کانګون ولایت د تانګچون ښار ته له نږدې سیمې د ختیځ سمندر په لور چې د جاپان سمندر یې هم بولي دوه "ناپېژندل شوي توغندي" توغولي دي.
د جنوبي کوریا دې نظامي چارواکي ویلي، پوځیې وضعیت څاري او د نورو توغندیو د توغولو په صورت کې د تیارسی په حالت کې دي. Читать дальше...