ولسمشر اشرف غني نن د متحده عربي اماراتو له ولیعهد سره وکتل
ولسمشر اشرف غني نن د متحده عربي اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زایدالنهیان سره په پلازمېنه ابوظبي کې وکتل. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ازادي راډیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې ولسمشر غني د اماراتو د ولیعهد په رسمي بلنه هغه هېواد ته تللی او په نننۍ کتنه کې یې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د اماراتو د پانګونو، د ترورېزم پرضد د ګډې مبارزې او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي چخانسوري زیاته کړه چې د اماراتو مشرانو په دې کتنه کې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ وکړ. Читать дальше...