کابل نن د عمراخان د څرګندونو په اړه د پاکستان یو چارواکی احضار کړ
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د صدراعظم عمران خان د وروستيو څرګندونو په تړاو په کابل کې د پاکستان د سفارت يو چارواکى احضار کړ. د بهرنيو چارو وزارت نن شنبه په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه وزارت د عمران خان د وروستيو څرګندونو په اړه د پاکستان د سفارت له مستشار څخه وضاحت وغوښت. عمران خان پرون جمعه په باجوړ کې د خلکو يوې غونډې ته په خبرو کې په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړېدو خبردارى ورکړ. ده ويلي وو، په افغانستان کې به داسې يو نوى حکومت تشکيل شي چې د ټولو افغانانو استازيتوب به کوي.... Читать дальше...