پاکستان وايي ۹ وګړي یې د نیوزیلنډ په پېښه کې وژل شوي
د یو پاکستاني نوم میا نعیم رشید ښودل شوی چې پنځوس کلن و او د بریدکوونکي د بې وسلې کولو هڅه یې کړې وه، خو دی او د طلحه په نوم ۲۲ کلن زوی یې دواړه ووژل شول.
نوموړي ته د پاکستان صدراعظم د ملي هیرو لقب ورکړی.
په نورو قربانیانو کې د افغانستان، بنګلهدېش، ترکیې، سعودي عربستان، مصر، اردن، اندونیزیا، مالیزیا او امریکا وګړي شامل دي.