په ننګرهار کې څه د پاسه ۹۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول
د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په دوو بېلابېلو پېښو کې د سره رود ولسوالۍ اړوندو سیمو کې ۹۲ کیلو ګرامه چرس نیولي دي.
یاده دې وي چې د نشه يي موادو د قاچاقو د دې دوو پېښو په تور درې کسان هم نیول شوي دي.