مسؤلین: نن په کابل کې درې تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د نن ورځي ټاکنیز بهیر پر مهال په کابل کې د امنیتي پېښو له کبله درې تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت د معالجوي طب عمومي رئیس محب الله ځیر ازادي راډیو ته وویل:
"لا هم پر شمېرو کار کوو، خو د لومړنیو شمېرو له مخې، تر اوسه درې تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي چې ځیني یې د سطحي ټپونو سره رخصت شوي او یو شمېر نور یې تر درملنې لاندې دي."
ښاغلي ځیر وویل چې په ولایتونو کې امنیتي پېښې ډېرې نه دي او په خبره یې چې د عامې روغتیا وزارت د احتمالي پېښو لپاره لازم چمتووالی لري.
تر دې وړاندې په کابل کې د ایمرجنسي روغتون ویلي وو چې تر دې مهاله د ټاکنو په ورځ په کابل کې د چاودنو له کبله ۳۷ تنه ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.
د دغه روغتون پر ټوېټر د یوه ماشوم د وژل کزدو خبره کړې وه.
پخواني معلومات:
د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي چې تر دې مهال د ټاکنو په ورځ د چاودنو له کبله ۳۷ تنه ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.
د دغه روغتون پر ټوېټر لیکل شوي چې یو شمېر یې تر درملنې وروسته رخصت شوي، خو ځیني لا هم تر درملنې لاندې دي.
په دې پیغام کې د یوه ماشوم د وژل کېدو خبره هم شوې ده.
په داسې حال کې په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات روان دي چې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې د امنیتي پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.
تر دې وړاندي د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ویلي وو چې د ټاکنو د ښه امنیت ټینګولو لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.