په غور کې د غورهلیګ فوټبال سیالۍ پیل شوي
د دې ولایت د فوټبال فدراسیون مشر امیر محمد غوري نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پهدغو سیالیو کې اتو لوبډلو ګډون کړی چې د روژې میاشتې تر پایه به ختمې شي.
ښاغلی غوري زیاتوي:
"دا د غورهلیګ سیالۍ دي چې د اتو لوبډلو او ۱۶۰ لوبغاړو ترمنځ پیل شوي، د ارش لوبډلې د کوهستان فېروزکوه لوبډلې ته درې د یو پر وړاندې ماتې ورکړه، د ښاروالۍ لوبډلې یو د صفر پر وړاندې فېروزکوه لوبډلې ته ماتې ورکړه."
نوموړی وایي، دا سیالۍ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پیل شوي او هدفیې د فوټبال ملي لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل او د ځوانانو د ظرفیت لوړول دي.