قاسمي: په شخصي لګښت تر ۲۰۰ زرو متره غالۍ او ګېلم صادروو
د دغه مرکز مسؤل منان قاسمي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې خواشیني وښوده چې د غالیود صادراتو په برخه ورسره حکومت او اړونده اقتصادي بنسټونه همکاري نهکوي.
ښاغلی قاسمي دا هم وایي چې سوداګر د غالیو او فرش د صادراتو د ټرانزیټ او ویزو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او نهشي کولای په اسانه خپلې سوداګریزې چارې پرمخ یوسي.
د افغانستان د غالیو او ګېلمو د مرکز د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د هېواد په ۸ ولایتونو کې شاوخوا ۱۶ زره او ۳۰۰ کسان د غالیو پر کاروبار بوخت دي.