د چک جمهوریت صدراعظم به له ولسمشر ټرمپ سره وګوري
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا ساندرز پرون وویل چې ټرمپ به د مارچ په اوومه نېټه په سپینه ماڼۍ کې د بابېش او د هغې د مېرمنې هرکلی وکړي.
دا له متحدو ایالتونو د بابېش لومړنۍ رسمي کتنه ده.
ساندرز وویل، دواړه مشران به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لاپیاوړتیا او هم د هغو نړیوالو ستونزو په وړاندې د ګډې مبارزې د اړتیا پر لارو چارو وغږېږي چې دواړو هېوادونه ورته اندیښنه لري.
ساندرز د بیلګې په توګه د سایبري حملو خوندیتوب، د انرژۍ خوندیتوب او سوداګري هغه مسایل یاد کړل چې ټرمپ او بابیش په پرې خبرې کوي.
دغه کتنه داسې مهال کېږي چې پراګ د ۱۹۸۹ کال د مخملي انقلاب دېرشمه او په ناټو کې د دې هېواد د غړیتوب شلمه کلیزه لمانځي.