د بغلان چارواکي: په دوشي کې ۶ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي
د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیحالله شجاع ازادي راډیو ته وویل، په دغې نښته کې چې پرون پنجشنبه ناوخته د دوشي ولسوالۍ په کیان سیمه کې رامنځته شوه، شپږ طالبان پهکې ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول.
د شجاع په وینا طالبانو غوښتل چې د بغلان-بامیان لویه لاره بنده کړي چې دغې مرګ ژوبلې دې ته اړ کړل چې سیمه پرېږدي.
پهدې پېښه کې افغان امنیتي ځواکونو ته د احتمالي تلفاتو د اوښتو په اړه څه نهدي ویل شوي او طالبانو هم تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.