امریکايي چارواکو ۳۸۰۰ لرغوني اثار عراق ته وسپارل
د متحده ایالاتو د ګمرګ چارواکو دا تاریخي اثار په واشنګټن کې د عراق سفیر ته د هغه په کور کې وسپارل.
د عراق دا لرغوني اثار په امریکا کې د هوبي لوبې په نوم د تاریخي او هنري اثارو یوې کمپنۍ پېرلي وو.
دغې کمپنۍ په تېر جولای میاشت کې موافقه وکړه چې له عراقه قاچاق شوي لرغوني اثار به بېرته سپاري.
دې کمپنۍ دغهراز د امریکا د عدليې وزارت په یوې قانوني دعوه کې درې میلیونه ډالر هم ورکړي دي.