د لوګر د والي ویاند سلیم صالح د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه
سلیم صالح د تېرې پنجشنبې ورځې راهیسې د کابل د سردار محمدداوو خان په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې وو.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس شفیق پوپل ازادي راډیو ته وویل، سلیم صالح تېره اوونۍ د محمداغې په ولسوالۍ کې د لوګر د وژل شوي مرستیال والي قمرالدین شکیب سره په یو موټر کې وو چې د وسله والو په کمین کې سخت ټپي شو او د همدې سختو ټپونو له کبله يې نن پنجشنبه سهار په روغتون کې ساه ورکړه.
ده وویل، د لوګر د امنیتي او کشفي ادارو له خوا په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور یو شمېر مشکوک کسان نیول شوي چې تحقیقات ورڅخه روان دي.
د لوګر د ولایتي شورا رئيس حسیب الله ستانکزي هم د سلیم صالح پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او ويې ویل چې د ولایت له کشفي او امنیتي ادارو يې په کلکه غوښتي چې د هغو مامورینو او کسانو د امنیت خوندیتوب ته پاملرنه وکړي چې د رسنیو په برخه کې کار کوي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د لوګر پر مرستیال والي د برید مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی وو.