روسيه: سوریه کې د یوې الوتکې د غورځېدو پېښه کې ۲ پیلوټان وژل شوي
د روسيې سوخوي ۳۰ ډوله الوتکه د سوريې له حمیمیم هوايي اډې څخه تر پورته کېدو وروسته وغورځېده.
روسي چارواکو ویلي، الوتکه د چا لهخوا نهده ویشتل شوې او لومړنی پلټنې ښيې چې پېښه له الوتکې سره د یوه مارغه د لګېدو په نتیجه کې شوې ده.
د روسيې شاوخوا پنځوس جېټ الوتکې او هلیکوپټرونه، ځانګړي ځمکني ځواکونه او پوځي سلاکاران په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ د وسلهوالو پرضد جګړه کې برخه لري.