د افغانستان دفاع وزارت: د کندهار ۴ ولسوالیو کې ۴۶ وسلهوال طالبان ووژل شول
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې چې افغان پوځيانو د کندهار په څلورو ولسوالیو کې ۴۶ وسلهوال طالبان وژلي دي.
د دغه وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې افغان پوځیانو په ارغنداب، پنجوايي، میوند او ژړۍ ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو په ځواب کې هغوی ته مرګژوبله اړولې ده.
اعلامیه زیاتوي د افغان ځواکونو لهخوا د فعالې دفاع په چوکاټ کې ۴۶ طالبان ووژل شول او ۱۳ تنهیې ټپیان شول.
وسلهوالو طالبانو د افغانستان د دفاع وزارت د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
خپلواکو سرچینو هم د دې مرګژوبلو په اړه کومه تبصره نهده کړې.