جوزجان کې یوې ښځې د قالین ووبدلو کارخانه پرانیستې
![جوزجان کې یوې ښځې د قالین ووبدلو کارخانه پرانیستې](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-d7aa-08dc69c18be1_tv_w800_h450.jpg)
د افغانستان په جوزجان ولایت کې یوې ښځې د قالین ووبدلو کارخانه پرانیستې ده چې پکې ۵۰ ښځې کار کوي. مرضیې رسولي پخوا د ښځو سینګارتون چلاوه خو د طالبانو د حکومت تر بندیز وروسته یې کارخانه پرانیسته. نوموړې وايي، کارخانه یې د ښځو اقتصادي ستونزو هواري لپاره پرانیستې ده. د افغانستان په لاس ووبدلې قالینو په نړیوال کچ جایزې هم ګټلې دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.