پنځه افغانان چې په غلا حج ته تلل، نیول شوي
په سعودي عربستان کې پنځه افغانان په دې تور نیول شوي چې په پټه یې غوښتل چې د حج په سږنیو مراسمو کې ګډون وکړي.سعودي رسنۍ راپور ورکوي چې دې کسانو هڅه کوله چې د دښتې له لارې په پښو مکې مکرمې ته ولاړ شي.د سعودي عربستان دولت هر کال د خپل هیواد دننه او بهر د مسلمانانو لپاره په حج کې د ګډون په خاطر مشخصه سهیمه اعلانوي.له افغانستانه په سږني حج کې دیرش زره کسان برخه اخلي.د حج مراسم د روانې مې میاشتې په وروستیو کې پيلیږي.