( یو این ایچ سي ار): افغانستان ته د ګڼ شمیر کډوالو ستنېدنه هم خطرناکه ده او هم ګټوره
د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمشنري استازی وایي، افغانستان ته د میلیونونو کډوالو ستنیدل ښایي په دغه هیواد کې د بې ثباتۍ سبب شي، خو عرفات جمال زیاته کړه چې د افغانستان بې ثباتي په سیمه کې د هیچا په ګټه نه ده او که داسې څه وشي ښایي د ټولې سیمې لپاره دا ګډوډي خطرناکه وي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه دا هم وویل چې ممکن افغانستان ته د ډيرو کډوالو ستنیدنه د دغهَ هیواد د اقتصادي ودي سبب هم شي او دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه یې غواړي.
د ملګرو ملتو د شمیرو له مخې تیرمیلادي کال دوه میلیونه او اته لکه افغانان له پاکستان او ایرانه خپله هیواد ته ستانه شول چې روان کال تر دې دمه د تیرکال په پرتله د کډوالو د ستنیدو بهیر ګړندی شوی دی.