له رواني فشار سره مخ ځینې افغان نجونې او ځوانان؛ بیکاري او بندیزونه یې لوی لاملونه ګڼل کېږي
یو شمېر عام افغانان په ځانګړي ډول نجونې او ځوانان وایي د بېلابېلو ننګونو او د طالبانو حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله له روحي او رواني فشارونو سره مخ دي.
دوی ازادي راډیو ته وویل، د کاري فرصتونو کمښت، اقتصادي ستونزې او پر نجونو د زده کړو لګول شویو بندیزونو یې عمده لاملونه دي.
ارواپوهان هم وايي، دا وضعیت، ستونزې او محدودیتونه د خلکو پر رواني روغتیا مستقیم اغېز لرلی شي.