ټرمپ د اسراییلو صدر اعظم ته د سپینې ماڼۍ بلنه ورکړې
دا اعلان داسې مهال کېږي چې متحدایالتونو پر اسراییلو او فلسطینۍ حماس ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان بولي، فشار زیات کړی دی څو د غزې په څه باندې پنځلس میاشتنۍ جګړه کې وقفه واخلي.
د سپینې ماڼۍ په بلنلیک کې چې د نتنیاهو دفتر پرون له رسنیو سره شریک کړ، د ټرمپ له قوله ویل شوي چې په دې کتنه کې په دې اړه چې په اسراییل او ګاونډ کې یې څنګه سوله راتلای شي او د ګډو دښمنانو پرضد څنګه مقابله کېدای شي خبرې په پام کې دي.
د غزې د اوربند په اړه د خبرو دوهم پړاو چې د راروانې دوشنبې په ورځ پیلېږي او هدف یې د جګړې پای ته رسول دي، ښايي ستونزمن بهیر وي.