افغان ځوانان د بهرنیو ژبو زده کولو ته لیواله دي
په کابل کې د بهرنیو ژبو په زده کړه بوخت ځوانان وايي، د ژبو زده کړه مهمه ده او تر څنګ یې که بهر ته ځي هلته به ښه فرصتونه په لاس ورشي.
دوی له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د بهرنیو ژبو په زده کړې سره غواړي چې په بهر کې مناسبې دندې پیدا کړي او د ځان لپاره یو روښانه راتلونکې جوړه کړي.