په ارزګان کې د ځینو ښوونځیو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي
د هغوی په وینا، د دغو ښوونځیو ودانۍ د تېر جمهوري نظام د سرتېرو او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.
د ارزګان اوسېدونکي د دغو ښوونځیو د بیا رغونې غوښتونکي دي.
بلخوا ارزګان کې طالب مسوولان د خلکو ستونزې مني، خو وايي چې ګڼ شمېر تخریب شوي ښوونځي یې رغولي او د پاتې د بیا رغولو چارې روانې دي.
د دې راپور د اورېدو لپاره لاند لېنک کېکاږلی شئ: