طالبان: د سپین بولدک له لارې ۳۳۴۰ کسان افغانستان ته ستانه شوي
باختر اژانس چې د طالبانو له خوا اداره کېږي پرون ناوخته خبر ورکړی چې له هرې کورنۍ سره ۱۰زره افغانۍ نقدي مرسته هم شوې ده.
دغه اژانس په بل خبر کې لیکلي چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې پرون د راستنو شویو کورنیو ۶۱۳ مشران ثبت او بایومټریک شول.
د بل خبر له مخې پرون د تورخم له لارې ۳۵۹ راستنې شوې کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۱۳۷٦ تنو ته رسېږي، ثبت او بايومټريک شوي دي.
د طالبانو سرچینې وايي، له تورخم څخه ۲٦۱ کورنۍ بېلابېلو ولايتونو ته لېږدول شوي دي.
له پاکستانه د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج بهیر روان دی.