اسراییل له جګړې وروسته د غزې عمومي امنیتي مسوولیت پر خپله غاړه اخلي
بنیامین نتنیاهو له 'اې بي سي' نیوز سره په مرکه کې چې بیګا ناوخته خپره شوه د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو په هدف د اسانتیاوو د برابرولو لپاره په روانو عملیاتو کې د لنډو وقفو نیولو ته تیاري وښوده.
خو هغه په عین حال کې ټینګار وکړ چې له ۲۴۰ د زیاتو برمته وو له خوشې کېدو پرته به عمومي اوربند ونه شي.
د هغه له څرګندونو په ډاګه ښکارېدل چې اسراییل پلان لري د غزې د تړانګې پر قلمرو چې شاوخوا ۲،۳ میلیون فلسطینیان په کې اوسېږي، ولکې ته دوام ورکړي.