د بلوچستان په چمن کې د زرګونه کسانو پرلت دوام لري
اعتراض کوونکي د چمن او سپین بولدک په دروازه کې د پاسپورټ او ویزې د لازمې کېدو په غبرګون کې راټول شوي دي.
په کوټه کې د کډوالو د حقونو فعالې منیزې کاکړ پر خپله ایکسپاڼه د پرلت د دوام خبر خپور کړی دی.
د ازادي راډیو مشال څانګې لیکلي چې پر دغې دروازې د تګ راتګ لپاره د نومبر له لومړۍ نېټې د ویزې او پاسپورټ درلودل لازمي شول.
د سوداګرو ټولنې، سیاسي ګوندونو او عامو کسانو دغه پرلت د اکټوبر په ۲۱مه پیل کړی دی.
پاکستان پر دې پوله وروسته تر دې د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کړل چې له هغه هېواده یې د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو راایستل پيل کړل.