د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ پاکستان د افغانستان پر وړاندې توپوهنه کوي
د لوبې پچه پاکستان وګټله او توپوهنه یې غوره کړې ده.
دواړو لوبډلو نن په خپل یولس کسیز نوملړ کې یو یو بدلون راوستی دی.
په افغان لوبډله کې د چټک توپ اچونکي فضل حق فاروقي پر ځای نوراحمد راوستل شوی دی.
پاکستان بیا د محمدنواز پر ځای شاداب خان ته په خپله لوبډله کې موقع ورکړې ده.
لوبه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه د هندوستان په چنای ښار کې پیلېږي.