د جرمني صدراعظم په خپل هېواد او نورو سیمو کې د صهیونیزم ضد تاوتریخوالي پر زیاتیدو غوسه څرګنده کړه
ښاغلي شولز په ختیځ دیساو Dessau ښارکې د یوې نوې کنیسې د پرانستلو په مراسمو کې ګډون کړی و.
د دې ښار وروستۍ کنیسه یا د یهودانو عبادت ځای ۸۵ کاله مخکې د نازیانو له خوا ویجاړ شوی و.
د جرمني په یو شمېر ښارونو کې د اسراییل بیرغونه څېرې شوي او تېره اوونۍ هم ناڅرګنده کسانو د برلین یوې کنیسې ته اور اچوونکي دوه بمونه ګوزارکړي وو.