په پېښور، کراچۍ، چمن او راولپنډۍ کې د پولیو ویروس محیطي بېلګې تایید شوي
د دغه پروګرام د مسوولانو په وینا، دا نمونې د سپټمبر او روان اکټوبر په میاشتو کې اخیستل شوي او د پولیو ویروس یې په کې معلوم کړی دی.
تر دې وړاندې هم په کراچۍ، پېښور او لاهور ښارونو کې په محیطي بېلګو کې د پولیو ویروس تایید شوی و، خو دا لومړی وار دی چې په چمن کې هم تاییدېږي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د ګوزڼ یا پولیو ناروغي په کې له منځه نه ده تللې.