طالبان: په هرات کې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د نورو سیمو خلکو هم خیمې درولي
متقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغو کسانو چې د ده په ټکو اصلي متضررین نه دي، خیمې درولي چې د هرات کلیوالي ملکانو او د ګذر وکیلانو پېژندلي دي.
هغه زیاته کړه: "کوم خلک چې حقیقي متاثرین دي، هغوی نه شکایت کړی او نه یې ویلي چې د فلاني شي کمي لرو. البته ځینې کسان له نورو ولسوالیو ان ویلی شو چې له نورو ولایتونو ساحې ته راغلي دي، خیمې یې درولي او زلزله ځپلو کې یې ځانونه شمار کړي دي."
متقي د دغو کسانو کره شمېر یاد نه کړ، خو ادعا یې وکړه چې د دوی او خیریه موسسو ټیمونه په ساحه کې دي او زلزله ځپلو ته یې د خوراکي توکو، خیمو، کمپلو او ګرمو جامو بېړنۍ مرستې برابرې کړي دي.
د روانې اکټوبر میاشتې له ۷مې نېټې راهیسې د هرات په لوېدیځو سیمو کې څو زورورې زلزلې او ورپسې ټکانونه یې احساس شوي چې زرګونه کسان یې مړه او ټپیان کړي او شاوخوا څلور نیم زره کورونه یې ویجاړ کړي دي.