ویسټ: مرستندویه سازمانونه دې افغان زلزله ځپلو سره مرستو ته دوام ورکړي
ښاغلي ویسټ نن دوشنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس یا پخوانۍ ټویټرپاڼه کې ویلي چې پرون سهاریو واربیا زلزلو د هرات سیمه ولړزوله او هلته یې ناوړه بشري وضعیت لاپسې خراب کړ.
هغه ویلي، مرستندویه سازمانونه چې د سرپناه، څښاک اوبو او درملو په ګډون د افغانانو د نورو بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو هڅې کوي باید خپل ملاتړته دوام ورکړي.
نوموړي تردې مخکې د اوکتوبرپه ۱۳ په یوه پوست کې د زلزلې له زیانمن شویو سره د متحدو ایالتونو د ۱۲ میلیون ډالرو د بیړنیو بشري مرستو خبر ورکړی و.