د بودیجې کمښت؛ اوچا: ښايي میلیونونه افغانان له روغتیايي خدمتونو بېبرخې شي
اوچا پرون چهارشنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس چې پخوا ټویټر نومېده ویلي چې ۳،۷ میلیون وګړي به د ژوند ژغورنې له له لومړنیو روغتیایي خدمتونو بې برخې شي. ۱،۵ میلیون وګړیو ته به په ۹۴ ولسوالیو کې د ژمي په مخه روغتیایي خدمتونه ونه رسېږي.
۲۹۶ زه امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې به د امیندوارې، د ماشوم د زېږون او له زېږون وروسته د مور او ماشوم له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.
اوچا دغه راز ویلي چې له یو کال کمعمره ۱۴۸ زره ماشومان به هم له واکسین پاتې شي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د دې لپاره چې په افغانستان کې لومړنۍ روغتیايي اړتیاوې پوره کړای شي، د خپلو عملیاتو لپاره د سږ کال په پاتې میاشتو کې ۱۲۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.