ځایي چارواکي: د روسیې توغندیز برید د اوکراین دوه ملکي وګړي وژلي
د خارکیف د سیمې والي اوله سینیهوبوف ویلي، دا دوه کسان هغه مهال ووژل شو چې د خارکیف په خیتځ کې د پودولي کلي پر یوه کافي شاپ توغندی ولګېد.
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ راهیسې له کله چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، څه موده وروسته پودولي سیمه روسيې اشغال کړه، چې اوکراییني ځواکونو په ځوابي بریدونو کې بیرته دا سیمه په تیرې سپټمبر میاشت کې ونیوله.