د روزنیزو تمریناتو پر مهال د الوتکو ټکر؛ درې اوکرایني پیلوټان وژل شوي
د اوکرایین د تحقیقاتو دولتي ادارې نن ویلي، چې دوه L-39 الوتکې چې د ژیتومیر پر فضا يې الوتنې کولې، پرون سره ټکر شوې وې.
دا ښار د اوکراین د پلازمینې کیف لویدیز ته په ۱۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی.
دا چې دا پېښه څنګه رامنځته شوه، په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.