د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د ورښتونو له امله د سېلابونو د بهېدو اټکل شوی
د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې په دغو ولایتونو چې ورښتونه او د واورو د ویلو کېدو امکانات پهکې لیدل کېږي، له خلکو غوښتې چې د سیندونو له غاړو د سېلابونو په وخت ژر تر ژره ځانونه خوندي ځایونو ته وباسي.
د اوړي په پيل کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله تر پنځوسو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.