اوکرایني چارواکي: روسیې پر اودیسې ښار تازه بریدونه کړي
اوکرایني چارواکو د اودیسې پر بندري ښار د روسیې د تازه بریدونه خبر ورکړی دی.د بریدونو دا لړۍ وروسته له هغې پیل شوې چې پر مسکو د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو راپورونه ورکړل شول.په همدې حال کې یو روسي چارواکی ادعا کوي چې پر مسکو د بېپیلوټه الوتکو په برید کې درې ملکیان وژل شوي دي.