د طالبانو په زندان کې د بندي خبریالانو شمېر ۱۳ تنو ته ورسېد
د خبریالانو د ملاتړ بېلابېل بنسټونه تاييدوي چې په تېرو دوو اوونیو کې په افغانستان کې ۱۱ خبریالان نیول شوي چې د طالبانو دې کړنې د رسنیو او خبریالانو جدي اندېښنې راپارولي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره شوه ویلي چې په دې یولسو خبریالانو کې دوه یې بېرته خوشې شوي او نهه لا هم طالبانو سره بندیان دي.
په اعلامیه کې راغلي چې په دې سره د طالبانو په زندان کې د بندي خبریالانو شمېر ۱۳ تنو ته رسېدلی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله اعلامیه کې د ایران د تسنیم اژانس د نیول شوي عکاس محمد حسین ولایتي د هر څه ژر خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده.
د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي چې د دوی عکاس د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د کابل له هوايي ډګره نیول شوی دی.
په همدې حال کې د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی په یوه اعلامیه کې ویلي، له هڅو سره سره دوی ته د خبریالانو د نیولو او زنداني کولو لامل نه دی روښانه شوې او دغه وضعیت د خبریالانو او رسنیو ترمنځ وېره راپیدا کړې ده.
د دغه بنسټ مسوول ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل: "په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې خبریالۍ او رسنیزو کارونو شدیده ضربه لیدلې ده او د بیان ازادي او معلوماتو ته لاسرسی په بې سارې ډول زیانمن شوی دی."
دی وايي، د نیول شویو خبریالانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري.
په همدې حال کې په کندهار کې د نیول شوي خبریال شمس عمري ورور نصرتالله عمري ازادي راډيو ته وویل چې د ورور د برخلیک په اړه یې د دوی کورنۍ ته تر دې دمه هېڅ معلومات نه دی ورکړل شوي.
هغه وویل: "له بده مرغه د هغه د نیولو او جرم په اړه موږ ته هېڅ ډول معلومات نه دي راکړل شوي. زه له مسوولینو غواړم چې که نیول شويو خبریالانو کوم جرم کړی وي او دوی پرې ثبوت ولري هیله ده له رسنیو او اړوندو محکمو سره یې شریک کړي چې دا خبریالان په دې جرم نیول شوي دي."
یو شمېر خبریالان وايي، په اوسنیو سختو حالاتو کې چې د طالبانو د حکومت له لوري د خبریالانو نیول هم ډېر شوي کار کول خورا سخت دي، خو دوی وايي، بیا هم خپلو دندو ته چې دوی یې خپل رسالت بولي دوام ورکوي.
په کابل کې یوې خبریالې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "ښځینه خبریالانې په اوس وخت کې په ډېرې وېرې او ترهې خپل کار ته دوام ورکوي، موږ هره ورځ د طالبانو له لوري د نیولو له ګواښ سره مخ یو خو بیا هم خپلو رسنیزو کارونو ته دوام ورکوو."
د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو او خبریالانو د اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر تېره ورځ ولس ته د حساب ورکولو په نوم په غونډه کې وویل، چې زیات شمېر نیول شوي خبریالان جنايي او شخصي قضیې لري.
نوموړي وویل، هڅه کوي چې د خبریالانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
خو د رسنیو ملاتړو بنسټونو ویلي چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو وروسته د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.