په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سیمو سلزره کسان امن ځایونو ته انتقال شوي
وروستیو سېلابونو د پاکستان په پنجاب کې په سلګونه کلي او په زرګونه هکتار زراعتي ځمکو ته زیان رسولی دی.
دا سېلابونه هغه مهال راووتل چې د اګست په ۲۰مه د سوټلاج د سیند د اوبو کچه لوړه شوه.
د پاکستان د پنجاب ایالت چارواکو اعاد کړې چې هندي چارواکو له سختو بارانونو وروسته د مخزن اوبه سوټلاج سیند ته خوشې کړې چې د دې سیند د اوبو کچه ورسره لوړه شوې ده.
په هند کې هم د وروستیو سختو وروښتونو له کبله سېلابونه راوتلي دي.