د افغانستان کرکټ بورډ: د چټکو توپ اچونکو د موندلو په لټه یوو
یادې ادارې د دوشنبې په ورځ د جولای په ۱۷مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې تر کندهار وروسته یې په کابل کې هم د چټکو توپ اچونکو د موندلو په موخه ازموینه بشپړه کړې ده.
د یادې ادارې په خبره غواړي، هغه توپ اچونکي پيدا کړي چې په منځني ډول په یوه ساعت کې تر ۱۳۵ کیلومټره یا تر دې چټکه توپ اچونه کولی شي.
د کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې د څانګې مشر عبدالولي امین ویلي دي، چې په دې ازموینه کې د لعل باز په نوم یوه لوبغاړي تر ۱۴۰ چټکوالي پورې توپ اچونه کړې ده.
د ښاغلي امین په وینا، دا لړۍ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ترسره کېږي.