د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د مذهبي کرکې اړوند لانجمن پرېکړهلیک تصویب کړ
دا پرېکړه لیک وروسته له هغه تصویبېږي چې په سویډن کې یوه عراقي وګړي قرانکریم ته سپکاوی وکړ او څو پاڼې یې وسوځولې چې دې کار ټوله نړۍ کې سخت غبرګونونه وپارول.
نننۍ پرېکړه لیک په عین حال کې د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو اندېښنې هم راپارولې دي.
دوی ویلي چې ښایي د آزادیو د خوندیتوب په اړه د دوی تګلارې له ننګونو سره مخ شي.