د روسیې دفاع وزیر په یوه نوې خپره شوې ويډیو کې لیدل شوی
دا له کله چې د شویګو د لرې کولو په هدف د واګنر ډلې وسله واله بلوا په یوې هوکړې سره پای ته ورسېده، دا لومړی ځل دی چې شویګو په یوه ویډیو کې راڅرګندېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دغې ویډیو کې چې نن دوشنبه خپره شوې، لیدل کېږي، چې شویګو له خپل یوه همکار سره په الوتکه کې د پرواز په حال کې دی.
په ویډیو کې هېڅ غږ نه اورېدل کېږي او په کره توګه دا هم مشخصه نه ده چې هغه څه وخت او کومه سیمه یې لیدلې ده.