چارواکي: ارمني ځواکونو د اذربایجان په سرحدی سیمو بریدونه کړي
دې وزارت بېګا په یوه بیان کې وویل چې ارمني ځواکونو همدا راز د ناګورنا قره باغ د بېلتونپالې سیمې په سوشا سیمه کې هم د اذري ځواکونو پر سنګرونو ډزې کړې دي.
بیان زیاتوي چې اذري ځواکونو هم دې ډزو ته مناسب ځواب ویلی دی.
په دې اړه د ارمنستان د حکومت له لوري تر اوسه څه نه دي ویل شوي او دا راپور د خپلواکو سرچینو له خوا هم نه دی تایید شوی.